TOOSnews
اعلان
دروسيې د بهرنيو استخباراتو مشر كابل ته تللى.
افغانستانټوس نیوز

دروسيې د بهرنيو استخباراتو مشر كابل ته تللى.

۲۲ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکېن کابل ته تللی او د طالبانو د حکومت د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي دي.

په کابل کې یوې باخبرې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي، چې د دواړو لورو ترمنځ په دې لیدنو کې د اړیکو پر پراختیا، د معلوماتو پر تبادلې او ګډو امنیتي همکاریو خبرې شوې دي.

سرچینې د دغو لیدنو د اجنډا په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې دوه اوونۍ وړاندې روسیې د طالبانو د دفاع وزارت د روزنیزې ادارې اړوند یوه پوځي ډله د ۲۰۲۶ کال د پوځي تمرینونو د لیدلو لپاره وربللې وه. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دغو تمرینونو کې ګډون کړی و.

روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی. د طالبانو حکومت د روان کال په جولای میاشت کې هم ویلي وو، چې له مسکو سره یې د امنیتي همکاریو هوکړه لاسلیک کړې ده.

کابل ته د روسیې د بهرنیو استخباراتو د مشر سفر د لوړې کچې استخباراتي اړیکو په لړ کې مهم بلل کېږي. تر دې وړاندې، د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن هم د سپټمبر په میاشت کې کابل ته تللی و. د هغه سفر موخه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ کمولو هڅه ښودل شوې وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د مسکو فارمټ په غونډه کې ویلي وو، چې هېواد یې چمتو دی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په عادي کولو او د کړکېچ په پای ته رسولو کې منځګړیتوب وکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.