TOOSnews
اعلان
په غور ولايت کې د طلاق غوښتنې وروسته یوه ۲۲ کلنه نجلۍ وژل شوې.
افغانستانټوس نیوز

په غور ولايت کې د طلاق غوښتنې وروسته یوه ۲۲ کلنه نجلۍ وژل شوې.

۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچينې په غور ولايت کې وايي چې فاطمه، یوه ۲۲ کلنه نجلۍ، د جمعې په ورځ له خپل مېړه څخه د غیابي طلاق غوښتنې وروسته، د خپل ورور له خوا د تومانچې په څو ډزو وژل شوې ده.

د سرچينو په وينا، دا پېښه د غور ولايت په يوه ولسوالۍ کې رامنځته شوې او د ډزو عامل له پېښې وروسته تښتېدلی دی. تر اوسه د طالبانو ځايي چارواکو د تورن کس د نيولو يا د دې پېښې د نورو جزئياتو په اړه څه نه دي ويلي.

د فاطمې وژنه داسې مهال شوې چې په تېره يوه اوونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د ښځو د وژنې څو پېښې راپور شوي دي؛ هغه پېښې چې ډېری يې له کورني تاوتريخوالي، جبري ودونو او کورنيو شخړو سره تړلې بلل کېږي.

د بشري حقونو بنسټونو او ځايي رسنيو راپورونه ښيي چې افغانستان ته د طالبانو له بېرته راستنېدو وروسته د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی، او ډېرې ښځې د ملاتړو او عدلي بنسټونو د نشتوالي له امله له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د بشري حقونو سازمانونو د راپورونو له مخې، پر ښځو پراخ بندیزونه، د ملاتړو نظامونو نشتوالی او د ټولنيزو فشارونو زياتوالی په افغانستان کې د کورني تاوتريخوالي او د ښځو د وژنو د زياتېدو لامل شوی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.