په یوه نادره او له احساسه ډکه پېښه کې، یو سړی چې قربان نومېږي، د کاکل زوی او د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ د قریشي کلي اوسېدونکی، شاوخوا ۵۰ کاله وروسته بېرته خپل پلرني ټاټوبي ته ستون شو او له خپلې کورنۍ سره یې لیدنه وکړه.
قربان نږدې نیمه پېړۍ مخکې د عسکري خدمت د ترسره کولو لپاره له کوره وتلی و، خو وروسته له هغې یې له کورنۍ سره اړیکه پرې شوه او د هغه د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه وو. د هغه کورنۍ په دې ټولو کلونو کې د بېرته راتګ په هیله ژوند کاوه او د خپل ورک شوي د کورنۍ غړي د خبر په تمه وه.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، څو موده مخکې یو سیمهییز کس د قربان د استوګنې ځای معلوم کړ او څرګنده شوه چې هغه د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په موشان کلي کې ژوند کوي. همدارنګه معلومه شوه چې هغه په دې موده کې نوی ژوند پیل کړی او اوس مهال اته کسیزه کورنۍ لري.
د دغو معلوماتو له تایید وروسته، د قربان او د هغه د اصلي کورنۍ ترمنځ د اړیکې د بیا ټینګولو زمینه برابره شوه او د بیا لیدنې لپاره چمتووالی ونیول شو. دې اړیکې د لسیزو بېخبریو وروسته د کورنۍ د غړو په منځ کې نوې هیله راژوندۍ کړه.
په پای کې، د ۵ لسیزو وروسته قربان بېرته خپل ټاټوبي بدخشان ته ستون شو او له خپلې کورنۍ سره یې لیدنه وکړه. دا لیدنه له احساسي صحنو، د خوښۍ اوښکو او اوږدو غېږو سره مل وه او د کورنۍ لپاره یې نه هېرېدونکې شېبې رامنځته کړې.
د قربان بېرته ستنېدنه د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي او ډېرو خلکو دا د وروستیو کلونو له نادرو انساني کیسو څخه یوه بللې ده؛ داسې کیسه چې له کلونو بېلتون وروسته د یوې کورنۍ په بیا یو ځای کېدو پای ته ورسېده.
لیکواله:سلیمه آریایي








