TOOSnews
اعلان
د مخابراتو وزارت د انټرنيټ د بندېدو راپورونه رد كړل.
افغانستانټوس نیوز

د مخابراتو وزارت د انټرنيټ د بندېدو راپورونه رد كړل.

۲۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي ویلي، هغه راپورونه چې ګواکې د انټرنېټ د محدودولو یا بندولو په اړه پرېکړې شوې دي، بې‌بنسټه دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د دغه وزارت نوی وزیر، ملا عبدالاحد فضلي، له هېڅ مخابراتي شرکت سره د انټرنېټ د بندېدو یا محدودېدو په اړه رسمي خبرې نه دي کړې. د هغه په وینا، ټولې وروستۍ رسمي څرګندونې یوازې د مخابراتو وزارت له رسمي دریځه خپرې شوې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې څو ورځې وړاندې په کابل کې د نوري فایبر انټرنېټي شرکتونو ځینو مسوولانو رسنیو ته ویلي وو چې د مخابراتو نوي وزیر د اترا ادارې ته لارښوونه کړې چې پر عامو خلکو د نوري فایبر وای‌فای خدمتونه بند کړي.

همداراز د افغان ټلیکام او ځینو نورو انټرنېټي خدماتو شرکتونو سرچینو ادعا کړې وه چې د همدې لارښوونې پر بنسټ په کابل کې د نوري فایبر د لاینونو غځول تر نامعلومې مودې پورې ځنډول شوي دي. د دوی په وینا، افغان ټلیکام اړوندو شرکتونو ته په دې اړه رسمي برېښنالیک هم استولی و.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.