امو ټلویزیون راپور ورکړی چې د طالبانو د مخابراتو وزارت د نوي فرمان پر بنسټ، په کابل کې د استوګنې سیمو کې د فایبر نوري انټرنټ خدمتونه بندېږي.
د مخابراتو وزارت د دوو سرچینو په وینا، دا پرېکړه د مخابراتو د وزیر او د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې ترمنځ له یوې ناستې وروسته شوې، او مخابراتي شرکتونو ته هدایت ورکړل شوی چې په کابل کې د کورونو فایبر نوري خدمتونه بند کړي.
د یوه رسمي لیک پر بنسټ، دغه بندیز په عمده ډول استوګنیزې سیمې رانغاړي، او احتمال لري چې ځینې شرکتونه او رسمي ادارې له دې پرېکړې مستثنی وي.
په دغه لیک کې راغلي چې د «ډي سي ال» خدمات کولای شي لا هم دوام ولري، خو د دې بندیز د پلي کوولو د مودې په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.
فایبر نوري د انټرنټ د تر ټولو چټک لاسرسي لارو څخه شمېرل کېږي، او د دې بندېدل کولای شي د آنلاین زدهکړو، ډیجیټلي سوداګرۍ او د کابل ښار د خلکو ورځنۍ اړیکو کې جدي ستونزې رامنځته کړي.
دا پریکړه په داسې حال کې شوې چې د افغانستان د خلکو د معلوماتو او انټرنټي خدماتو د محدودیتونو د زیاتوالي اندېښنې لا هم په لوړېدو دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








