د سرچینو د معلوماتو له مخې، د کابل پر وخت تېره شپه شاوخوا د ۸:۵۰ دقیقو په مهال د کابل نړیوال هوايي ډګر ختیځ لوري ته د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د سرچینو په وینا، له دغو دوو چاودنو څخه یو نسبتاً کمزوری او بل یې پیاوړی و. همدارنګه، له چاودنو وروسته د هوايي ډګر له لرې غرنیو سیمو څخه د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې اوس مهال وضعیت ارام ښکاري، خو د پېښې د علت او ماهیت په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د طالبانو حکومت هم تر دې دمه د دغې پېښې په تړاو کومه رسمي اعلامیه یا څرګندونه نه ده کړې.
لیکوال:سعید سمیر








