TOOSnews
اعلان
طالبانو په افغانستان کې د پناه غوښتنې د قانون د مسودې د وروستي کېدو خبر ورکړ.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په افغانستان کې د پناه غوښتنې د قانون د مسودې د وروستي کېدو خبر ورکړ.

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د «پناه غوښتنې قانون» د مسودې د ارزونې لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوې ده. دغه غونډه د چهارشنبې په ورځ، د جنګاښ ۲۴مه، د یاد وزارت د مسؤلینو په ګډون جوړه شوې وه او په ترڅ کې یې د قانون د مادو او وروستیو پړاوونو په اړه خبرې وشوې.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال، عبدالرحمن راشد، په دې غونډه کې وویل چې د پناه غوښتنې قانون باید د «شرعي او اسلامي اصولو» په پام کې نیولو سره تدوین شي. د هغه په وینا، دغه قانون باید د شرعي او اسلامي حقونو په رعایت سره خلکو ته د پناه غوښتنې له حق څخه د برخمنېدو زمینه برابره کړي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې قانون د چمتو کولو بهیر وروستیو پړاوونو ته رسېدلی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې د پناه غوښتنې قانون مسوده د وزارت د ځانګړې کمېټې له خوا وروستۍ شوې او ډېر ژر به د قانوني مراحلو د بشپړولو او وروستي تصویب لپاره د طالبانو عدلیې وزارت ته وسپارل شي.

سره له دې چې د قانون د مسودې د وروستي کېدو اعلان شوی، خو تر اوسه یې د موادو او منځپانګې دقیق جزئیات نه دي خپاره شوي او لا هم څرګنده نه ده چې د پناه ورکولو لپاره به پکې کوم میکانیزمونه په پام کې نیول شوي وي.

د دغه قانون تدوین په داسې حال کې کېږي چې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان ګڼ شمېر وګړي له هېواده وتلي دي. د دغو کسانو ډېری ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي او یو شمېر نور د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته مهاجر شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د افغانستان میلیونونه وګړي په ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان کې، د مهاجرو او یا هم پناه غوښتونکو په توګه ژوند کوي. همدارنګه، په وروستیو کلونو کې سلګونه زره نور اروپايي هېوادونو، متحده ایالاتو، کاناډا او اسټرالیا ته کډه شوي دي؛ هغه بهیر چې د افغانستان د وروستیو لسیزو له سترو کډوالۍ څپو څخه ګڼل کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.