TOOSnews
اعلان
طالبانو په ١٣ سرحدي ولسواليو كې د مخابراتي پوښښ د پراخولو خبر وركړ.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په ١٣ سرحدي ولسواليو كې د مخابراتي پوښښ د پراخولو خبر وركړ.

۳۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په ۱۳ سرحدي ولسوالیو کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا لپاره یې له افغان بیسیم مخابراتي شرکت سره د څه باندې ۲۶۹ میلیونه افغانیو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی.

د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي ویلي، چې د تړون له مخې به د هلمند، کندهار، پکتیکا او زابل په ۱۳ سرحدي ولسوالیو کې مخابراتي ستنې جوړې او مخابراتي خدمات وړاندې شي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت ادعا کړې چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرتې دغو ولسوالیو کې اوسېدونکي تر دې وړاندې هېڅ ډول مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه درلود.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې هم ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سرحدي ولسوالیو د خدماتو د پراختیا لپاره د دوی مشر هبت‌الله اخوندزاده بودجه ځانګړې کړې، څو په دغو سیمو کې د بیارغونې او نورو خدماتو زمینه برابره شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.