د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ شورا د مصوبې له مخې، په ټولو خصوصي پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د لغوه او تعلیق پرېکړه شوې ده.
په مصوبه کې ویل شوي چې دغه پرېکړه د «کافي محصلینو او کاري ساحې نشتوالي» له امله شوې ده.
د مصوبې له مخې، پرېکړه باید سمدستي په خصوصي پوهنتونونو کې عملي شي او ټاکل شوې چې په تدریجي ډول په دولتي پوهنتونونو کې هم د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي لغوه شي.
تر اوسه د دې پرېکړې د عملي کېدو د څرنګوالي او د یادو پوهنځیو د اوسنیو محصلینو د برخلیک په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
لیکوال:سعید سمیر








