TOOSnews
اعلان
طالبانو د افغانستان په پوهنتونونو کې د سمارټ ټلیفونونو کارول هم منع کړل.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو د افغانستان په پوهنتونونو کې د سمارټ ټلیفونونو کارول هم منع کړل.

۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سرچینو رسنیو ته ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د څو پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو استادانو، کارکوونکو او محصلینو لپاره د سمارټ ټلیفونونو کارول منع کړي دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د کابل پوهنتون د رهبري شورا پرېکړه کړې چې دوشنبې،د غبرګولي ۳۱ مې څخه به د دې پوهنتون د استادانو، کارکوونکو او محصلینو لپاره د سمارټ ټلیفونونو راوړل او کارول په رسمي ډول بند وي.

په کابل پوهنتون کې یوې سرچینې ویلي چې دا پرېکړه د علمي شورا په غونډه کې مطرح شوې، خو د شورا غړو ته د پوښتنو اجازه نه ده ورکړل شوې. د سرچینې په وینا، په غونډه کې ګډونوالو ته ویل شوي چې د پوښتنې حق نه لري او باید امر «بې له قید او شرطه» عملي کړي.

همدارنګه راپورونه ښيي چې طالبانو ورته لارښوونه د افغانستان په ځینو نورو پوهنتونونو کې هم کړې ده.

په هغه پیغام کې چې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بهرنیو ژبو پوهنځي د عربي ژبې او ادبیاتو څانګې محصلینو ته لېږل شوی، راغلي چې له شنبې،د غبرګولي ۳۰مې څخه پوهنتون ته د سمارټ ټلیفون راوړل «په بشپړ ډول منع» دي.

په دې پیغام کې خبرداری ورکړل شوی چې د سرغړونې په صورت کې او که د محصل په لاس کې سمارټ ټلیفون ولیدل شي، مسؤلیت به د هماغه محصل پر غاړه وي.

په یوه بله خبرپاڼه کې چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په نښه خپره شوې، ویل شوي چې د دې وزارت رهبري شورا د غبرګولي ۳۱مې څخه په ټولو اړوندو ادارو کې د استادانو، کارکوونکو او محصلینو لپاره د سمارټ ټلیفونونو کارول منع کړي دي.

په دې خبرپاڼه کې د دې پرېکړې موخه «د سالم او منظم تعلیمي چاپېریال رامنځته کول»، «د تمرکز او زده‌کړې د کیفیت لوړول» او «په علمي فضا کې د نظم او انضباط رعایت» بلل شوي دي.

په بغلان ولایت کې سرچینو هم ویلي چې د بغلان پوهنتون هغو محصلینو ته چې سمارټ ټلیفونونه ورسره وو، د داخلېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د پلخمري ښار د سرچینو په وینا، د سمارټ ټلیفونونو د منعې لارښوونه د خصوصي روغتیایي علومو انسټیټیوټونو ته هم رسېدلې ده.

په هرات کې هم سرچینو راپور ورکړی چې په پوهنتونونو کې د سمارټ ټلیفونونو کارول منع شوي او طالبانو د هرات پوهنتون په دروازه کې یوه اطلاعیه لګولې چې له مخې یې هېڅوک له سمارټ ټلیفون سره د دننه کېدو اجازه نه لري.

د هرات پوهنتون یوه استاد ویلي چې د پوهنتون په دروازه کې د طالبانو مامورین محصلین د دننه کېدو پر مهال بدني تلاشي کوي.

د سرچینې په وینا، دا محدودیت د لیلیه‌محصلینو لپاره هم پلي شوی او د لیلیو وای‌فای هم قطع شوی دی.

په جلا راپورونو کې ویل شوي چې طالبانو مخکې هم د ځینو دولتي کارکوونکو لپاره د سمارټ ټلیفونونو کارول محدود کړي وو او خبرداری یې ورکړی و چې د سرغړونې په صورت کې به وسایل ضبط یا مات شي او سرغړونکي به پوځي محکمې ته معرفي شي.

همدارنګه په هغو اسنادو کې چې رسنیو ته رسېدلي، ویل کېږي چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د دې ډلې غړو او دولتي کارکوونکو لپاره د سمارټ ټلیفونونو کارولو په اړه نوې شفاهي لارښوونه کړې ده. په دې اسنادو کې راغلي چې سرغړونکي «مجرم» بلل کېږي او پوځي محکمې ته یې د معرفي کېدو احتمال هم شته.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.