TOOSnews
اعلان
طالبانو د ترافيک پوليسو نوم هم بدل كړ؛ «د عبور او مرور شرطه» به ورته ويل كېږي.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو د ترافيک پوليسو نوم هم بدل كړ؛ «د عبور او مرور شرطه» به ورته ويل كېږي.

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو رژيم د پوليسو لپاره د «شرطې» اصطلاح له کارولو وروسته، اوس د ترافيک پوليسو نوم هم بدل کړی دی.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د تازه پرېکړې له مخې، تر دې وروسته به ترافيک پوليسو ته «د عبور او مرور شرطه» ويل کېږي.

دغه بدلون د طالبانو د ادارې د هغو هڅو په دوام ترسره شوی چې په حکومتي ادارو او امنيتي بنسټونو کې د ځينو اصطلاحاتو او نومونو د بدلولو لپاره يې پيل کړې دي.

تر اوسه د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د دې نوم‌بدلون د موخې او جزئياتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.