TOOSnews
اعلان
طالبانو د بدخشان د ستونزو د څېړلو لپاره يو ځانګړی کمېسيون ټاکلی.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو د بدخشان د ستونزو د څېړلو لپاره يو ځانګړی کمېسيون ټاکلی.

۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ذبیح‌الله امیري، د بدخشان د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس، ویلي چې د دې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د بدخشان ولایت د ستونزو د څېړنې او حل لپاره یو لوړپوړی کمیسیون جوړ کړی دی.

د هغه په وینا، د طالبانو د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق، د پوځ د لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت، د فرمانونو د څار او تعقیب د ادارې مشر شمس‌الدین شریعتی، د پکتیکا والي امان‌الدین منصور او یو شمېر نور طالب چارواکي د دې کمیسیون غړي دي.

همدارنګه د کورنیو چارو وزارت مرستیال ابراهیم صدر هم د دې کمیسیون په ترکیب کې شامل دی. دې هیئت د سې‌شنبې په ورځ د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌آباد ښار کې یوه غونډه ترسره کړې ده.

د بدخشان لپاره د طالبانو والي اسماعیل غزنوي د دې کمیسیون په غړو کې نه دی شامل. خو ذبیح‌الله امیري ویلي چې د کمیسیون غړو د خپل سفر پر مهال له والي سره هم لیدنه او خبرې کړي دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس د څرګندونو له مخې، د طالبانو مشر دې کمیسیون ته دنده سپارلې چې د دې ولایت ټولې موجودې ستونزې وڅېړي او خپل وروستی راپور قندهار ته وړاندې کړي.

امیري زیاته کړې چې د بدخشان ټولې مسئلې او ننګونې، په ځانګړي ډول د کانونو موضوع، به د دې کمیسیون د کار په چوکاټ کې وڅېړل شي.

په همدې حال کې ذبیح‌الله امیري ویلي چې د زابل د والي پخواني مرستیال جمعه‌خان فاتح ته په کابل کې د استخباراتو د یوې څانګې مشري وړاندیز شوې ده.

د هغه په وینا، جمعه‌خان فاتح دا وړاندیز منلی او تمه کېږي چې په نږدې راتلونکي کې د خپلې نوې دندې د پیل لپاره کابل ته ولاړ شي.

خو جمعه‌خان فاتح تر اوسه په رسمي ډول د دې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو مشر په دې وروستیو کې جمعه‌خان فاتح د زابل د مرستیال والي له دندې لرې کړی او پر ځای یې فیض‌الله تمیم، چې د معیار او کیفیت د ادارې پخوانی رئیس و، ټاکلی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.