TOOSnews
اعلان
طالبانو په لغمان کې شپږ بزګران د «عُشر»د نه ورکولو له امله نیولي دي.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په لغمان کې شپږ بزګران د «عُشر»د نه ورکولو له امله نیولي دي.

۳۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچینې په لغمان کې وایي چې طالبانو د دې ولایت په علینګار ولسوالۍ کې لږ تر لږه شپږ بزګران د عشر نه ورکولو له امله نیولي دي.

یوې سرچینې چې د امنیتي ستونزو له امله یې نه غوښتل نوم یې څرګند شي، رسنیو ته ویلي چې دغه بزګران د چهارشنبې د غویي ۳۰ مه د علینګار ولسوالۍ د «کبیلي» سیمې څخه نیول شوي دي.

سرچینې وویل: «طالبان کلیو ته ځي او له هغو کورنیو څخه چې حتا د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لري، په زور عشر او زکات ټولوي.»

د سرچینې په وینا، پرون وروسته له هغې چې د طالبانو او بزګرانو ترمنځ د عشر راټولولو پر سر شخړه رامنځته شوه، طالبانو شپږ کسان ونیول؛ ځکه هغوی د عشر د اندازې پر سر له طالبانو سره لفظي شخړه کړې وه او د ورکړې څخه یې انکار کړی و.

سرچینې زیاته کړه چې نیول شوي کسان له ۲۴ ساعتو تېرېدو وروسته هم د طالبانو په بند کې دي.

په سیمه کې یوې بلې سرچینې هم، د نوم نه ښودلو په شرط، تایید کړه چې طالبان د خلکو له سختو اقتصادي ستونزو سره سره، عشر «په زور» راټولوي.

طالبان د کرنیزو حاصلاتو مقدار ته له پام پرته، له هر بزګر او ځمکوال څخه د ټول حاصل ۱۰ سلنه د عشر په نوم اخلي.

طالبانو ته د عشر ورکول د هغو بزګرانو لپاره چې یوازینۍ عایداتي سرچینه یې د ځمکې حاصلات دي، ډېر ستونزمن کار دی، خو طالبان عشر د دولتي مالیې سربېره د «مذهبي مالیې» په توګه له ټولو څخه «په زور» راټولوي.

دواړو سرچینو اطلاعات روز ته ویلي چې په ډېری مواردو کې طالبان له بزګرانو غواړي چې د زراعتي محصول پر ځای د هغه نغدي بدل د عشر په توګه ورکړي.

په دې برخه کې د محصول د پلور امکان او په بازار کې یې اصلي بیه په پام کې نه نیول کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.