TOOSnews
اعلان
طالبانو د پنجشېر د درې ولسوالۍ پخوانی د امنيت مدير نيولی دی.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو د پنجشېر د درې ولسوالۍ پخوانی د امنيت مدير نيولی دی.

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچينې په پنجشېر ولايت کې وايي چې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د درې ولسوالۍ د پخواني امنيت مدير، سهراب خان، نيولی او هغه يې نامعلوم ځای ته لېږدولی.

د دغو سرچينو په وينا، دا پېښه په وروستۍ ورځو کې په درې ولسوالۍ کې رامنځته شوې، خو تر اوسه د پخواني جمهوري حکومت د دې چارواکي د نيولو لامل نه دی روښانه شوی. د طالبانو چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو مياشتو کې د پنجشېر ولايت د اوسېدونکو او د پخواني جمهوري حکومت د يو شمېر چارواکو د نيولو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. خو په ډېری دغو پېښو کې د نيونو د لاملونو او د نيول شويو کسانو د برخليک په اړه کره جزئيات نه دي وړاندې شوي.

پنجشېر ولايت پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له هغو سيمو څخه دی چې په اړه يې د نيونو، پلټنو او امنيتي محدوديتونو بېلابېل راپورونه خپرېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.