د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد د جوماتونو له ملا امامانو غوښتي چې د جمعې د لمانځه په خطبو کې ځوانان د ټولنیزو شبکو له کارولو منع کړي او هغوی د فېسبوک، انسټاګرام، ټیکټاک، مسنجر، ګوګل او یوټیوب د «ویجاړونکو زیانونو» په اړه خبر کړي.
دغه وزارت د جمعې د لمانځه د خطبې موضوع «د ځوانانو په اصلاح کې د دیني عالمانو مسوولیتونه» ټاکلې او اړوند متن یې په پښتو او فارسي ژبو د مرکز او ولایتونو جوماتونو ته استولی دی. په دغه متن کې ادعا شوې چې ځینې ټولنیزې رسنۍ د ځوانانو د «بېدینۍ» لامل ګرځي او «ملحد» کسان د دغو شبکو له لارې د الحاد افکار خپروي، د مسلمانو ځوانانو په ذهنونو کې شکونه پیدا کوي او د هغوی دیني باورونه له ګواښ سره مخ کوي.
د وزارت په وینا، ځینې ټولنیزې پاڼې «فحشا او زنا» خپروي، یو شمېر نورې بیا خلک عیسویت ته رابولي او انټرنیټي پاڼې خلک د «شرعي حاکم» پر وړاندې بغاوت ته هڅوي، چې د دوی په ادعا په ټولنه کې د ناامنۍ او بېثباتۍ لامل کېږي.
په وړاندیز شوي متن کې راغلي چې ډېری ځوانان خپل ډېر وخت د موبایل په کارولو تېروي، «لوڅ فلمونه، سریالونه، ویناوې او تبلیغاتي عکسونه» ګوري او د موبایل له لارې له هغو ښځو سره اړیکې جوړوي چې وزارت یې «بېعفته» بولي. طالبانو دا چارې د «لوېدیځ د فکري جګړې» برخه بللې او ادعا یې کړې چې ځوانان د همدې لارې بېلابېلو «بېلارې تګونو» ته هڅول کېږي.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له ملا امامانو غوښتي چې په خپلو خطبو کې ټینګار وکړي، ډېری ځوانان د دیني زدهکړو، مذهبي باورونو، شرعي احکامو، اسلامي اخلاقو او ادابو په اړه کافي پوهه نه لري او همدارنګه ډېری یې پنځه وخته لمونځونه په جومات کې په جماعت نه ادا کوي او اسلامي اخلاق نه مراعاتوي.
یاد وزارت همدارنګه ادعا کړې چې د لوېدیځ د کلتور ترویج او له مسلمانو ماشومانو او ځوانانو څخه د اسلامي عقیدې لرې کول په «نوې وسلې» بدل شوي او له امامانو یې غوښتي چې په جوماتونو کې د ماشومانو، تنکیو ځوانانو او ځوانانو لپاره جلا جلا ښوونیزې کړۍ هم جوړې کړي.
لیکوال:سعید سمیر








