د کندهار د یو شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونونو زدهکړیالانو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» وزارت محتسبانو لسګونه محصلین د ږیرې د لنډولو یا خرېیلو له امله له درسي ټولګیو ایستلي او له ازموینو یې محروم کړي دي.
په کندهار کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د سمستر د ازموینو له پیل سره هم مهاله، ځینې زدهکړیالان وايي چې د ازموینې څخه مخکې یا د ازموینې پر مهال د هغوی د ظاهري بڼې څېړنه د تعلیمي بهیر ګډوډي رامنځته کوي او پر زدهکړیالانو نور فشار هم زیاتوي.
د زدهکړیالانو په وینا، هغه کسان چې د ږیرې په اړه ټاکل شوي مقررات نه مراعاتوي، د ازموینې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي. هغوی همدارنګه وايي چې په ځینو مواردو کې محتسبان دغه زدهکړیالان د لا زیاتې څېړنې لپاره له ځان سره وړي.
یو زدهکړیال له رسنیو سره په خبرو کې ویلي: «موږ د ازموینې په جریان کې یو، خو ناڅاپه محتسبان راځي او ځینې زدهکړیالان له ټولګي څخه وباسي. هغوی ته مهمه نه ده چې یو زدهکړیال میاشتي میاشتي د ازموینې لپاره هڅه کړې وي یا د ازموینې له لاسه ورکول به د هغه پر راتلونکي څه اغېز ولري.»
هغه زیاته کړه چې یو شمېر زدهکړیالان د همدې له امله له ازموینو محروم شوي او اړ شوي چې د ځینو مضمونونو ازموینې بیا ورکړي یا له تعلیمي ستونزو سره مخ شي.
یو بل زدهکړیال هم ویلي چې دا موضوع یوازې د ازموینو تر ورځو پورې محدوده نه ده. د هغه په وینا، محتسبان د ازموینو له پیل مخکې هم پوهنتونونو ته راتلل، د تدریس بهیر به یې دراوه او اوږدې ویناوې به یې کولې چې کله کله یې تر یو ساعت زیات د زدهکړیالانو د درس وخت نیولی دی.
د کندهار د ځینو خصوصي پوهنتونونو مسوولینو هم د دې وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. هغوی وايي چې د محدودیتونو زیاتوالی د زدهکړیالانو د حضور کمېدو او د ځینو ځوانانو د زدهکړو د پرېښودو او د زړه توری کېدو لامل شوی دی.
د کندهار د یوه خصوصي پوهنتون یوه اداري کارکوونکي ویلي: «کله چې تعلیمي فضا له وېرې او فشار سره مل وي، طبیعي ده چې زدهکړیالان د علمي پرمختګ په لاره کې له جدي ستونزو سره مخ کېږي.»
په همدې حال کې د کندهار یو اوسېدونکی وايي چې د امر بالمعروف محتسبانو سختدریځه چلند یوازې تر پوهنتونونو محدود نه دی، بلکې هغه کسان هم کله ناکله پلټل یا نیول کېږي چې په ښار کې یې ږیره لنډه کړې یا خریلې وي.
زدهکړیالان،ښوونکي او کورنۍ ټینګار کوي چې پوهنتونونه باید د زدهکړې، څېړنې او فکري ودې مرکزونه وي. هغوی وايي د پوهنتون موخه د پوهې او مسلکي مهارتونو ترلاسه کول دي، خو اوسنی وضعیت د زدهکړې او علمي پرمختګ پر وړاندې خنډ ګرځېدلی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








