د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ کې د شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۰ بستریز «جياېچ» روغتون د جوړولو چارې په رسمي ډول پیل کړي دي.
د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسمو کې د یاد وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني وویل، هڅه کوي هغو لرې پرتو سیمو ته روغتیایي خدمات ورسوي چې اوسېدونکي یې مناسبو صحي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د نوموړي په وینا، د طالبانو د مشر د ځانګړي حکم له مخې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د «جياېچ» روغتونونه جوړېږي، څو ناروغان د درملنې لپاره مرکزونو ته له تګ پرته په خپلو سیمو کې روغتیایي خدمات ترلاسه کړي.
چارواکي وایي، دغه ۵۰ بستریز روغتون به په پنځه جریبه ځمکه کې د اړینو اسانتیاوو او معیاري تجهیزاتو په لرلو سره جوړ شي او رغنیزې چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.
عبدالولي حقاني همدارنګه وویل، د خوست په ملکي او تخصصي روغتون کې د عصبي جراحۍ او ارتوپېډۍ د خدمتونو د نشتوالي ستونزې د حل لپاره نوی تشکیل منظور شوی او په نږدې راتلونکي کې به ورته متخصص ډاکټران وګومارل شي.
هغه زیاته کړه چې د خوست ښار د ملاریا باغ په سیمه کې د ښځو او ماشومانو لپاره د ۱۰۰ بستریز روغتون جوړول هم په پلان کې شامل دي.
په همدې حال کې، د خوست د والي مرستیال محبوب شاه قانت د دې پروژې پیل مهم پرمختګ وباله او له قراردادي شرکت یې وغوښتل چې د پروژې د کیفیت، معیار او پر وخت بشپړېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دا پرمختګ داسې مهال اعلانېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې د نړیوالو مرستو د کمښت له امله د افغانستان روغتیایي سیستم له جدي ستونزو سره مخ دی او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سلګونه روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








