د هلمند ولایت د طالبانو د فرعي ګمرکاتو ریاست وایي، د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې یې له پاکستان څخه قاچاق کېدونکي ۱۵ زره او ۹۴۱ کیلوګرامه انساني، حیواني او کرنیز درمل نیولي او له ضبط وروسته یې د لښکرګاه ښار د ریګستان په سیمه کې سوځولي دي.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، یاد درمل له غیرقانوني لارو افغانستان ته قاچاق کېدل.
د هلمند د فرعي ګمرکاتو رییس حقمل ویلي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې قاچاقي توکي له غیرقانوني لارو هېواد ته وارد یا له هېواده صادر کړي، او په وینا یې د قاچاق د مخنیوي لپاره به اقدامات دوام ولري.
لیکوال:سعید سمیر








