TOOSnews
اعلان
طالبانو په كابل كې ۶ هوايي پلونه جوړ او كټه اخيستنې ته وسپارل.
اقتصاديټوس نیوز

طالبانو په كابل كې ۶ هوايي پلونه جوړ او كټه اخيستنې ته وسپارل.

۱۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ اعلان کړی، چې د ښاري نظم د ښه والي، د ټرافیکي ګڼه‌ګوڼې د کمولو او د ټرافیکي پېښو د مخنیوي په موخه یې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د پلي تګ راتګ شپږ هوایي پلونه جوړ کړي او ګټې اخیستنې ته یې سپارلي دي.

د ښاروالۍ د مسوولانو په وینا، دغه پلونه د خلکو د خوندي تګ راتګ لپاره جوړ شوي او د ښار په ګڼو سیمو کې به د موټرو او پلي کسانو د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې کړي.

دوی زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به څلور نور ورته هوایي پلونه هم په ګڼ مېشتو سیمو کې نصب او د خلکو پر مخ پرانیستل شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.