د طالبانو د عامې روغتیا وزارت یو تخنیکي پلاوی د هېواد لپاره د واردېدونکو درملو د کیفیت او معیارونو د ارزونې په موخه ازبکستان ته تللی دی. د دغه پلاوي مشري د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم رئیس عبدالبصیر قانع کوي.
د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، پلاوی به د ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو له تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړي، د هغوی د تولید ظرفیتونه به وارزوي، د کیفیت کنټرول له سیستمونو او معیارونو سره به اشنا شي او هغه فابریکې به هم وڅېړي چې د ښه تولید نړیوال اصول (GMP) پلي کوي.
د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې ده چې پلاوی د ازبکستان د اړوندو ادارو او درمل جوړونکو شرکتونو له مسؤلینو سره هم وګوري او د تخنیکي همکاریو د پراختیا، د وارداتي معیارونو د لوړولو، د مسلکي تجربو د شریکولو او نړیوالو معیارونو ته د برابر درملو د تأمین په اړه خبرې وکړي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو له محدودېدو وروسته د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره تر ډېره پر منځنۍ اسیا او ایران تکیه کړې ده. پخوا د افغانستان ډېری درمل او نور اړین توکي له پاکستان او یا د پاکستان له لارې هېواد ته واردېدل.
بلخوا، یو شمېر هېوادوال شکایت کوي چې د ځینو ځانګړو ناروغیو درمل په کورني بازار کې کم شوي یا نه موندل کېږي او د ډېرو نورو درملو بیې هم لوړې شوي دي. د دوی په باور، د درملو د وارداتو د لارو بدلون د درملو پر شتون او بیو اغېز کړی دی.
لیکوال:سعید سمیر








