له بګرام زندان څخه د افغان خبریال بشیر هاتف تر خوشې کېدو شاوخوا یوه اوونۍ وروسته، د هغه ځوان زوی عبدالله هاتف په «ناڅرګند ډول» مړ شوی او طالبانو یې جسد نن د هغه کورنۍ ته سپارلی دی.
د هاتف کورنۍ ته نږدې سرچینې وايي، عبدالله هاتف د تېرې دوشنبې په ورځ، د زمري په ۲۶مه، د کابل له میوند جادې څخه نادرکه شوی و. د سرچینو په وینا، له ورکېدو وروسته یې د ټیلیفون شمېره هم بنده شوې وه.
سرچینې زیاتوي چې طالبانو نن د عبدالله هاتف جسد کورنۍ ته سپارلی او د هغه د جنازې مراسم هم ترسره شوي دي.
تر اوسه د عبدالله هاتف د مړینې د څرنګوالي او علت په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
د هاتف ګاونډیانو ویلي، دوی ته ویل شوي چې عبدالله هاتف په خپل مرګ مړ شوی، خو دوی په دې خبره «شکمن» دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې اعلان کړی و چې خبریال بشیر هاتف له بګرام زندان څخه د یو کال بند له تېرولو وروسته خوشې شوی او له خپلې کورنۍ سره په کابل کې یوځای شوی دی.
د دغه مرکز په وینا، د طالبانو یوې پوځي محکمې بشیر هاتف د دې ډلې پر ضد د تبلیغ په تور په یو کال بند محکوم کړی و.
د طالبانو استخباراتو او د امر بالمعروف ادارې بشیر هاتف د ۱۴۰۴ کال د زمري په ۲مه په کابل کې د جاپان د «انټيوي» ټلویزیون له خبریال شکیب احمد نظري او د توانا خبري اژانس له مسوول مدیر ابوذر صارم سرپلي سره یوځای نیولی و.
شکیب احمد نظري او ابوذر صارم سرپلي لا هم په زندان کې دي.
بشیر هاتف د افغانستان له پخوانیو خبریالانو څخه دی او له یو شمېر کورنیو رسنیو سره یې کار کړی دی. نوموړی د «خبریالانو د اړیکو او زدهکړو مرکز» بنسټګر او اجراییه رئیس او د افغانستان د خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون د رهبرۍ د پلاوي غړی هم پاتې شوی دی.
لیکوال:سعید سمیر








