په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ترینګلتیاوې او نښتې زیاتې شوي، طالبانو د کونړ ولایت په هغو ولسوالیو کې چې له یادې کرښې سره نږدې پرتې دي، د خپل پوځ لپاره د نویو جنګیالیو د جذب بهیر پیل کړی دی.
د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند، وحیدالله محمدي، ویلي چې د جذب دغه بهیر د کونړ په شپږو سرحدي ولسوالیو کې روان دی. د هغه په وینا، تر اوسه د ناړۍ، دانګام، شلتن او مرورې ولسوالیو څخه د ۱۶۰ کسانو د نوملیکنې او جذب چارې بشپړې شوي او اسناد یې د وروستیو اداري پړاوونو لپاره د طالبانو د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ ته استول شوي دي.
محمدي زیاته کړې چې دا پروګرام په کونړ کې د طالبانو د جلب او جذب د مسوول دینارخان صدیق عمر او د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د لومړۍ سرحدي لوا د قومونو او قبایلو چارو د مرستیال فیروزخان سراج تر څارنې لاندې عملي کېږي.
طالبانو د اړتیا وړ جنګیالیو د ټول شمېر، د جذب د شرایطو او د نویو جذب شویو کسانو د احتمالي دندو په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
دا بهیر داسې مهال پیل شوی چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې څو ځله نښتې شوي دي. طالبانو تر اوسه نه دي روښانه کړي چې نوي جذب شوي جنګیالي به د سرحدي پوستو د پیاوړتیا لپاره ځای پر ځای کېږي او که به په نورو امنیتي دندو وګومارل شي.
لیکوال:سعید سمیر








