طالبانو د کندهار ولایت له مرکزي زندان څخه ۱۹۲ بندیان خوشې کړي او د ۳۸۴ نورو بندیانو په سزا کې یې تخفیف راوستی دی.
د «کندهار مرکزي محبس» (دوشنبې، د وږي ۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بندیان پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت خوشې شوي دي.
د کندهار د مرکزي زندان لپاره د طالبانو رئیس، محبوبالله ګرمسیري، په یوه مراسمو کې له خوشې شویو کسانو غوښتي چې له هغو کړنو ډډه وکړي چې د «اسلامي شریعت له اصولو» او «افغان کلتور» سره په ټکر کې وي.
هغه همداراز دغو کسانو ته سپارښتنه کړې چې په زندان کې د ترلاسه کړو زدهکړو له مخې له ټولنې سره خدمت وکړي.
دا روښانه نه ده چې دغه بندیان په څه ډول او د کومو دلایلو له مخې نیول شوي وو او د طالبانو د محکمو له لوري په څو کلونو یا میاشتو بند محکوم شوي وو.
طالبانو پر افغانستان د خپلې بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت د هېواد د نورو ولایتونو له زندانونو څخه هم یو شمېر بندیان خوشې کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








