TOOSnews
اعلان
طالبانو د « بامیان راډيو» خپرونې درولې او د دې رسنۍ کاري دفتر یې تړلی دی.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو د « بامیان راډيو» خپرونې درولې او د دې رسنۍ کاري دفتر یې تړلی دی.

۳۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچینې رسنیو ته وایي چې طالبانو د «بامیان راډیو» خپرونې درولي او د دې سیمه‌ییزې رسنۍ دفتر یې تړلی دی.

د سرچینو په وینا، د دې راډیو دفتر چې د بامیان ولایت په مرکز ښار نو سیمه کې موقعیت لري، د یکشنبې په ورځ د غويي ۲۷مه د طالبانو د استخباراتو ځواکونو له خوا مهرولاک شوی دی.

رادیو بامیان په دغه ولایت کې لومړنۍ خصوصي رسنۍ وه چې په ۱۳۸۲ لمریز کال کې یې فعالیت پیل کړی و.

طالبانو تر اوسه د دې رسنۍ د تړلو په اړه څه نه دي ویلي، او د استخباراتو د دې اقدام دلیل هم روښانه نه دی، په داسې حال کې چې د هر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنیو چارو د تنظیم مسؤلیت لري.

طالبانو پر خبریالانو تاوتریخوالی او د رسنیو په چارو کې لاسوهنه زیاته کړې ده؛ تر دې چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې ثبت شوې پېښې د ۱۴۰۳ کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتې شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې لږ تر لږه د خبریالانو او رسنیو د حقونو او ازادیو د نقض ۲۰۷ پېښې ثبت شوي دي. له دې ډلې څخه، یوازې په ۵۰ مواردو کې خبریالان د محکمې له رسمي حکم پرته نیول شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.