TOOSnews
اعلان
طالبانو په هرات كې نجونو زده كوونكو او ښځینه ښوونكو ته مخپټی حجاب اجباري كړ.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په هرات كې نجونو زده كوونكو او ښځینه ښوونكو ته مخپټی حجاب اجباري كړ.

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سرچینې وایي، د هرات د طالبانو د پوهنې ریاست د یو شمېر ښوونځیو مسؤلینو ته امر کړی چې د غبرګولي له ۳۰مې، شنبې ورځې څخه دې ټولې ښځینه ښوونکې او د څلورم، پنځم او شپږم ټولګي نجونې زده‌کوونکې له مخ‌پټي حجاب او دستکشو سره ښوونځیو ته ولاړې شي.

د سرچینو په وینا، دغه لارښوونه د پنجشنبې په ورځ د پوهنې ریاست مسؤلینو د هرات ښار د یو شمېر ښوونځیو مدیرانو او مشر ښوونکو ته رسماً ابلاغ کړې ده.

ویل کېږي چې طالبانو د هرات د «نخبګان هرات» ښوونځي په تالار کې له ښوونځیو د مسؤلینو سره په ځانګړې غونډه کې ټینګار کړی چې د مخ‌پټي او دستکشو اغوستل د ښځو حجاب د دوی د شریعت له تفسیر سره سم «بشپړ» کوي.

سرچینې زیاتوي چې په تېرو دوو اوونیو کې د طالبانو یو شمېر کارکوونکو په هرات کې د نجونو څو ښوونځیو ته مراجعه کړې او د څلورم تر شپږم ټولګي پورې نجونې زده‌کوونکې یې د چادري یا برقعې اغوستلو ته اړ ایستې دي.

د سرچینو له مخې، طالبانو ځینو هغو زده‌کوونکو ته هم سپارښتنه کړې چې په ټیټو ټولګیو کې زده‌کړې کوي، خو د عمر له پلوه لویې یا د خپلو ټولګیوالو په پرتله لوړې قد لرونکې دي، څو چادري واغوندي.

دغه اقدام داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په وروستیو اوونیو کې په هرات کې پر ښځو محدودیتونه نور هم زیات کړي دي.

د راپورونو له مخې، طالبانو په هرات کې ښځو ته اجازه نه ورکوي چې له مانتو سره له خپلو کورونو څخه ووځي. همداراز، په تېرو دوو اوونیو کې یو شمېر هغه ښځې نیول شوي چې د طالبانو له ټاکل شوي حجاب پرته یې په ښار کې تګ راتګ کاوه، او ځینې یې د یوې مودې لپاره بندیانې شوې هم دي.

د ښځو د نیولو پېښو د هرات ښار او جبرئیل سیمې د اوسېدونکو اعتراضونه راپارولي، خو راپورونه وایي چې دواړه اعتراضونه د طالبانو له لوري په زور ځپل شوي دي. د جبرئیل سیمې د اعتراضونو د ځپلو پر مهال لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.