TOOSnews
اعلان
د طالبانو د دفاع وزارت په پاکستان کې د داعش پر مرکزونو د هوایي بریدونو خبر ورکړی دی.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو د دفاع وزارت په پاکستان کې د داعش پر مرکزونو د هوایي بریدونو خبر ورکړی دی.

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د دفاع وزارت اعلان کړی چې تېر ماښام یې د هوایي بریدونو له لارې په پاکستان کې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د «داعش ډلې اړوند مرکزونه» په نښه کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستان دننه د داعش پر مرکزونو د برید په اړه ویلي چې دا مرکزونه، چې د ځینو استخباراتي شبکو په ملاتړ د افغانستان پر ضد د بریدونو د پلان لپاره کارېدل، او په تېرو کې هم له همدې ځایه یو شمېر خونړۍ حملې ترسره شوې وې، هدف ګرځول شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې په دې بریدونو کې «مهم او مطلوب اهداف» په نښه شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي: «له دې وروسته به افغانستان هېڅ ډول ګواښ او خطر ته د خپلې امنیتي او ثباتي فضا پر ضد فرصت ورنه کړي او د ټولو امکاناتو په کارولو سره به یې په نطفه کې خنثی کړي.»

تر اوسه د پاکستاني چارواکو یا خپلواکو سرچینو له لوري د دې بریدونو او احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.