په پنجشېر کې د حسیب پنجشیري د جنازې په مراسمو کې د خلکو پر ګډون محدودیت.
د ملي مقاومت جبهې قوماندان، حسیب پنجشیري، چې د طالبانو په برید کې وژل شوی، ته یو نږدې کس وايي چې طالبانو په پنجشېر کې د هغه د جنازې په مراسمو کې د خلکو او سیمهییزو اوسېدونکو د ګډون مخه نیولې ده.
د دې سرچینې په وینا، شاوخوا ۱۰۰۰ کسان د حسیب پنجشیري د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره راټول شوي وو، خو طالبانو د مراسمو ځای ته د هغوی د ورتګ مخنیوی کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې طالبانو خلک د جنازې له ځای څخه ۵۰۰ متره لرې درولي او اجازه یې نه ده ورکړې چې د مراسمو ځای ته نږدې شي.
حسیب پنجشیري تېره پنجشنبه په شمالي سالنګ کې د طالبانو له خوا په یوه کمین کې، له خپلو یو شمېر کسانو سره یوځای ووژل شو.
لیکواله:سلیمه آریایي








