TOOSnews
اعلان
طالبانو ملا اختر محمد منصور ته د «مخکښ جهادي» لقب ورکړ.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو ملا اختر محمد منصور ته د «مخکښ جهادي» لقب ورکړ.

۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د غویي ۳۱ مه د طالبانو د دوهم مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو له لسم تلین سره برابر دی؛ هغه کس چې له ایران څخه پاکستان ته د راستنېدو پر مهال د پاکستان د بلوچستان ایالټ د نوشکي په سیمه کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

طالبانو د ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو د لسم تلین په مناسبت، د خپلو فرهنګي او تبلیغاتي پروګرامونو په دوام، پراخ مراسم او فعالیتونه ترسره کړي دي. په افغانستان کې څو جوماتونه او دیني مدرسې، د بلخ ولایت په ګډون، د هغه په نوم جوړ شوي دي.

په دې مناسبت، د ملا اختر محمد منصور اړوند ترانې، ثبت شوي غږونه او ویډیوګانې د افغانستان په دولتي رسنیو او د طالبانو اړوندو ټولنیزو حسابونو کې خپرې شوي دي. طالبانو همدارنګه «د جهاد او آزادۍ سر لاري» تر سرلیک لاندې یو کتاب خپور کړی او په خپلو رسمي تبلیغاتو کې یې هغه د داسې کس په توګه یاد کړی چې د جګړې پر مهال یې د طالبانو لیکې پیاوړې کړې وې.

خو طالبان لږ دې ته اشاره کوي چې ملا اختر د دې ډلې یوازینی مشر و چې په هوايي برید کې ووژل شو. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو بنسټګر ملا عمر د امریکا او متحدینو تر برید وروسته پټ شو او د مستقیم عملیاتو هدف ونه ګرځېد. د طالبانو اوسنی مشر ملا هبت‌الله اخندزاده هم تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ژوند کوي.

ملا اختر محمد منصور د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د بند تیمور په کلي کې زېږېدلی و او د اسحاق‌زي قوم پورې یې تړاو درلود. هغه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال، د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ، د دې ډلې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر و.

د ملا اختر زوی، فتح‌الله منصور، اوس د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي. هغه تر دې وړاندې په کندهار کې د طالبانو د هوايي ځواکونو قوماندان هم و. د شنونکو له نظره، دا موضوع د طالبانو د اوسني حکومت په جوړښت کې د مشرانو د کورنیو د نفوذ او رول څرګندونه کوي.

راپورونه ښيي چې د طالبانو په اوسني جوړښت کې ډېر دولتي مقامونه د دې ډلې په لیکو کې د پخوانۍ سابقې، په جګړه کې د رول، او یا د طالبانو له مشرانو سره د نږدېوالي پر بنسټ وېشل کېږي. له همدې امله، د طالبانو د مشرانو یو شمېر زامن او د کورنۍ غړي په مهمو حکومتي ادارو کې حضور لري.

منتقدان وايي چې د دغو دندو په ټاکنه کې مسلکي تخصص او تجربه چندان اغېز نه لري، بلکې د طالبانو له رهبرۍ سره تړاو زیات اهمیت لري. د فتح‌الله منصور په اړه هم ویل کېږي چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند په برخه کې مسلکي مخینه نه لري او ټاکنه یې تر ډېره د کورنۍ د نفوذ له امله شوې ده.

په ۲۰۱۵ کال کې د ملا عمر د مړینې تر افشا کېدو وروسته، ملا اختر محمد منصور د طالبانو د دوهم مشر په توګه معرفي شو. خو د طالبانو ټولو قوماندانانو د هغه له مشرۍ ملاتړ ونه کړ او د دې ډلې یو شمېر لوړپوړو غړو ورسره مخالفت وکړ.

د طالبانو له لوړپوړو قوماندانانو څخه ملا رسول د دې ډلې بېله څانګه جوړه کړه او له ملا اختر سره یې بیعت ونه کړ. دې اختلافونو طالبان د لومړي ځل لپاره له ښکاره داخلي انشعاب سره مخ کړل.

په هغه وخت کې د طالبانو ځینو قوماندانانو باور درلود چې ملا اختر د دې ډلې د رهبرۍ لپاره کافي دیني نفوذ او مقام نه لري. د شنونکو په باور، همدې مسئلې د هغه د رهبرۍ پر مهال د طالبانو دننه اختلافات زیات کړل.

که څه هم طالبان هڅه کوي ملا اختر محمد منصور یوه اغېزناکه او مهمه څېره وښيي، خو د هغه د مشرۍ پر مهال د طالبانو داخلي اختلافات زیات شول او د دې ډلې یو شمېر قوماندانانو د هغه پر ضد دریځ غوره کړ.

له بلې خوا، د افغانستان د پخواني حکومت ځینو چارواکو، د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل په ګډون، مخکې ادعا کړې وه چې ملا اختر د نشه‌يي توکو په لېږد کې رول درلود؛ هغه ادعاوې چې طالبانو یې په اړه غبرګون نه دی ښودلی او په رسمي تبلیغاتو کې هم نه منعکس کېږي.

د طالبانو په تبلیغاتي جوړښت کې، د دې ډلې مشران او قوماندانان تر ډېره د «فداکارو» او «اتلانو» په توګه معرفي کېږي او پر هغوی د نیوکې لپاره محدود ځای موجود دی.

د افغانستان یو شمېر وګړي هم ملا اختر محمد منصور، د طالبانو د نورو مشرانو په څېر، داسې کس ګڼي چې د هغه د رهبرۍ پر مهال په افغانستان کې جګړې او وسله‌والو بریدونو دوام درلود؛ هغه جګړه چې پراخ ملکي تلفات او د هېواد بنسټیزو جوړښتونو ته یې درانه زیانونه واړول.

سره له دې، په افغانستان کې امنیتي فضا او د نیول کېدو او تعقیب وېره لامل شوې چې ډېر خلک د طالبانو او د دې ډلې د مشرانو د کړنو په اړه چوپ پاتې شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.