د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دې ډلې امنیتي ځواکونو په حیرتان بندر کې د یوه مسافر وړونکي موټر د پلټنې پر مهال د بېلابېلو هېوادونو میلیونونه بهرنۍ پیسې، چې د موټر په بېلابېلو برخو کې په ماهرانه ډول ځای پر ځای شوې وې، کشف او ضبط کړي دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په نیول شویو پیسو کې ۳۴۳ زره او ۷۲۵ یورو، ۲۰ زره او ۴۸۰ امریکايي ډالر، ۷۸ زره او ۵۸۵ کاناډايي ډالر، ۵۹ زره او ۹۰۰ اسټرالیايي ډالر، ۱۴ زره او ۷۵۰ نیوزیلنډي ډالر، ۳۱۳ زره او ۵۰ پونډه، ۴۲ زره او ۵۵۰ سویسي فرانکه او ۶۰۰ زره سعودي ریاله شامل دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه پیسې په ناقانونه ډول د قاچاق لپاره لېږدول کېدې، خو د امنیتي ځواکونو د دقیق او مسلکي عملیاتو په ترڅ کې کشف او ضبط شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې چې نیول شوې بهرنۍ پیسې د قانوني مراحلو د بشپړولو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
د طالبانو امنیتي ځواکونو ټینګار کړی چې په بندرونو او سرحدي دروازو کې به د قاچاق او نورو ناقانونه فعالیتونو پر ضد خپلې هڅې لا پسې پیاوړې کړي او هېچا ته به د قانون د ماتولو اجازه ور نه کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








