TOOSnews
اعلان
د طالبانو د سوداګرۍ وزير په ارومچي كې له افغان سوداګو سره وكتل.
اقتصاديټوس نیوز

د طالبانو د سوداګرۍ وزير په ارومچي كې له افغان سوداګو سره وكتل.

۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د دغه وزارت سرپرست شهاب‌الدین ثاقب د چین د ارومچي ښار د سفر پر مهال له مېشتو افغان سوداګرو سره لیدلي او د هغوی د سوداګریزو ستونزو او ننګونو په اړه یې خبرې کړي دي.

د وزارت په وینا، ثاقب د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ د چین–اوراسیا ۲۰۲۶ نندارتون کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی. په دې لیدنه کې افغان سوداګرو خپلې ستونزې او غوښتنې له نوموړي سره شریکې کړې او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې شوي دي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویلي، د دغه سفر موخه د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پراخول او د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.