TOOSnews
اعلان
د برېټانيې ځانګړی استازی: د افغانستان په ټولنه کې د ښځو ګډون اقتصادي فرصتونه رامنځته کوي.
افغانستانټوس نیوز

د برېټانيې ځانګړی استازی: د افغانستان په ټولنه کې د ښځو ګډون اقتصادي فرصتونه رامنځته کوي.

۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان لپاره د بریټانیې ځانګړي استازي، ریچارد لیندسي ویلي چې کابل ته د خپل سفر پر مهال یې د طالبانو د اقتصاد له وزیر دین‌محمد حنیف سره لیدلي او خبرې یې کړي دي.

د بریټانیې ځانګړي استازي په اېکس کې لیکلي چې په دې لیدنه کې یې د “لوستې ټولنې اهمیت او د افغان ښځو د فعال ګډون له امله رامنځته کېدونکو اقتصادي فرصتونو” باندې ټینګار کړی دی.

طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه لګولي دي.

د کورنیو او نړیوالو نادولتي مؤسسو کې د ښځو د کار د منع کولو حکم د طالبانو د اقتصاد وزارت له‌خوا صادر شوی و.

طالبانو ان د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم د افغان ښځو کار منع کړی، او سره له دې چې څو ځله ترې غوښتنه شوې، لا هم دغه بندیز نه دی لرې شوی.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.