TOOSnews
اعلان
اماراتو د هند د «براهموس» توغندیو د پېرلو غوښتنه کړې ده.
نړۍټوس نیوز

اماراتو د هند د «براهموس» توغندیو د پېرلو غوښتنه کړې ده.

۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

څلورو هندي سرچینو رویټرز ته ویلي چې هند او متحده عربي امارات د هند د ځینو تر ټولو پرمختللو دفاعي سیستمونو د پلور په اړه خبرې اترې کوي، چې پکې د مافوق‌صوت کروز توغندی «براهموس» هم شامل دی. دا خبرې اترې په داسې شرایطو کې روانې دي چې د خلیج هېوادونه له ایران سره د وروستۍ جګړې وروسته د خپلو دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا هڅې زیاتې کړي دي.

یوې باخبره سرچینې چې په مستقیم ډول د دې مذاکراتو په جریان کې ده، د دوشنبې په ورځ رویټرز ته ویلي چې اماراتو د هند له څو دفاعي سیستمونو سره علاقه ښودلې، چې پکې «براهموس» توغندی او د «آکاشتیر» سیستم شامل دي. د هغه په وینا، خبرې اترې لا هم په ابتدایي پړاو کې دي، خو پرمختګ یې چټک بلل شوی دی.

«براهموس» توغندی چې د هند او روسیې په ګډه جوړ شوی، د نړۍ له تر ټولو چټکو کروز توغندیو څخه ګڼل کېږي او له ځمکې، سمندر او هوا څخه د توغولو وړتیا لري. د «آکاشتیر» سیستم هم یو بشپړ خودکار هوايي دفاعي سیستم دی چې د هند د دولتي شرکت «بهارات الکترونیکس» او د هند د پوځ په همکارۍ جوړ او تولید شوی دی.

باخبره سرچینې وايي امارات له ایران سره د وروستۍ جګړې پر مهال د پراخو بریدونو وروسته غواړي د خپلو دفاعي وړتیاوو د لوړولو لپاره د هند او نورو هېوادونو له لوري د وسلو د پېر مختلفې لارې وڅېړي.

د هرمز تنګی، چې د اماراتو د انرژۍ د صادراتو اصلي لار ده، ساتنه هم له هغو عواملو څخه ده چې ابوظبي یې د دفاعي سیستمونو پیاوړتیا ته هڅوي.

اماراتو د روان کال په پیل کې له سویلي کوریا سره د دفاعي همکارۍ یو تفاهم‌لیک هم لاسلیک کړی و چې ارزښت یې له ۳۵ میلیارد ډالرو زیات اټکل شوی دی.

څرنګه چې «براهموس» توغندی د هند او روسیې ګډ محصول دی، نو هر ډول صادرات یې اماراتو ته د مسکو له تایید پرته ممکن نه دي. خو یوې سرچینې ویلي چې د روسیې او اماراتو د نږدې اړیکو له امله تمه نه کېږي چې دا موضوع به د تړون د نهايي کېدو لپاره جدي خنډ شي.

د هند او اماراتو اړیکې په وروستیو کلونو کې د پام وړ پراخې شوې دي. دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، انرژۍ او د دفاعي تجهیزاتو د ګډې پراختیا په برخو کې ګڼ تړونونه لاسلیک کړي دي.

د هند دوو دولتي سرچینو رویټرز ته ویلي چې د دغو پرمختللو سیستمونو د پلور روانې خبرې د سیمې په جیوپولیټیک توازن کې د بدلون نښه ګڼل کېږي. د هغوی په وینا، هند له اماراتو سره د دفاعي همکارۍ پراختیا د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د وروستي دفاعي تړون په مقابل کې د توازن وسیله بولي.

دغې سرچینې همدارنګه ویلي چې تېر کال د هند او پاکستان ترمنځ څلور ورځنۍ جګړې، چې پکې هند د لومړي ځل لپاره د «براهموس» په ګډون ځینې سیستمونه په عملیاتو کې وکارول، د دې توغندي نړیواله پاملرنه زیاته کړه.

له هغه وروسته هند له ویتنام او اندونیزیا سره د «براهموس» د پلور قراردادونه لاسلیک کړي او له ټایلند، سوېلي افریقا، برازیل او چیلي څخه هم د لیوالتیا څرګندونې ترلاسه کړي دي.

تر دې وړاندې د «براهموس» یوازینی صادراتي قرارداد په ۲۰۲۲ کال کې له فیلیپین سره شوی و.

د هند د حکومت د معلوماتو له مخې، د دې هېواد دفاعي صادرات د ۲۰۲۶ مالي کال تر مارچ پورې له ۴ میلیارده ډالرو اوښتي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۱۳–۲۰۱۴ کال کې یوازې ۷.۲۶ میلیونه ډالر و.

سره له دې چټکې ودې، هند لا هم د نړۍ دوهم لوی د وسلو واردوونکی هېواد دی او د نړیوالو وسلو په وارداتو کې تر ۸ سلنې زیاته برخه لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.