TOOSnews
اعلان
ملګري ملتونه: له ٢٠٢٣ كال راهيسې نږدې ۶ ميليونه افغانان هېواد ته ستانه شوي.
افغانستانټوس نیوز

ملګري ملتونه: له ٢٠٢٣ كال راهيسې نږدې ۶ ميليونه افغانان هېواد ته ستانه شوي.

۳۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ملګرو ملتونو ویلي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې شپږ میلیونه افغانان افغانستان ته راستانه شوي دي او تمه کېږي چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه پورې به درې میلیونه نور افغانان هم بېرته هېواد ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو د پلان له مخې، ټاکل شوې چې د ۲۰۲۶ کال د اپریل څخه تر دسمبر میاشتې پورې شاوخوا ۱.۷ میلیونه افغانان له ایران او ۱.۱ میلیونه نور له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې ټولټال نږدې ۵.۹ میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي، چې له امله یې د افغانستان پر اقتصادي او ټولنیزو جوړښتونو بې‌ساری فشار رامنځته شوی دی.

ملګري ملتونه وايي، د راستنېدونکو له نیمایي څخه زیات ښځې او ماشومان دي، چې ډېری یې له افغانستان څخه بهر لوی شوي دي.

یاد سازمان زیاته کړې، چې په لومړي پړاو کې یې د سرحدي سیمو په اوږدو کې د بېړنیو مرستو لپاره شاوخوا ۱۰۰.۷ میلیونه ډالر ځانګړي کړي، څو روغتیايي خدمتونه، تغذیه، ټولنیز ملاتړ، د اوبو او حفظ الصحې اسانتیاوې او نغدي مرستې برابرې شي.

همداراز په دوهم پړاو کې د راستنېدونکو د بیا مېشتېدو لپاره په ۳۵ لومړیتوب لرونکو برخو کې له ۴۲۸ میلیونه ډالرو زیاتې مرستې ځانګړې شوي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، په دې پروګرامونو کې د کارموندنې فرصتونه، زده کړو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، د استوګنې برابرول او په کوربه ټولنو کې د راستنېدونکو د ادغام پیاوړتیا شامل دي.

بلخوا، څارونکو ادارو خبرداری ورکړی، چې د کافي مالي ملاتړ نشتوالی ښايي د دغو پروژو پلي کېدل له جدي ستونزو سره مخ کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.