TOOSnews
اعلان
ملګري ملتونه وایي چې په لبنان کې هره ورځ شاوخوا ۱۱ ماشومان وژل کېږي یا ټپیانېږي.
نړۍټوس نیوز

ملګري ملتونه وایي چې په لبنان کې هره ورځ شاوخوا ۱۱ ماشومان وژل کېږي یا ټپیانېږي.

۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) موندنې ښيي چې د اعلان شوي اوربند سربېره، په لبنان کې هره ورځ په اوسط ډول لږ تر لږه ۱۱ ماشومان وژل کېږي یا ټپیانېږي. دې ادارې ویلي چې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې ۱۵ ماشومان وژل شوي او ۶۲ نور ټپیان شوي دي.

یونیسف د جمعې په ورځ، د غبرګولي په اتمه، په یوه اعلامیه کې د لبنان د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې شمېر «ټکان ورکوونکی» وباله. دې ادارې ټینګار وکړ چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې، ماشومان باید په ټولو جګړه‌ییزو شرایطو کې خوندي وساتل شي.

د یونیسف ویاند ریکارډو پیریس په جنیوا کې یوې خبري غونډې ته وویل: «د لبنان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په تېره یوه اوونۍ کې ۷۷ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.» هغه زیاته کړه چې دا په هرو ۲۴ ساعتونو کې په اوسط ډول د ۱۱ ماشومانو د زیانمنېدو معنا لري.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل: «موږ موندلې چې د دغو ماشومانو ډېری برخه د لبنان په جنوب کې د هوايي بریدونو له امله زیانمن شوي دي.» د هغه په وینا، یوازې د پنجشنبې په ورځ ۷ ماشومان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

ټاکل شوې وه چې د اسرائیل او د ایران ملاتړي حزب‌الله لبنان ترمنځ اوربند د اپرېل له ۱۷مې نېټې نافذ شي، خو دا اوربند هېڅکله په بشپړه توګه نه دی رعایت شوی. دواړه لوري یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي او خپل بریدونه د مقابل لوري د سرغړونو په پلمه توجیه کوي.

ریکارډو پیریس وویل چې د اوربند له اعلان راهیسې تر اوسه، اسرائیل ۵۵ ماشومان وژلي او ۲۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.

هغه له ټولو خواوو وغوښتل چې اوربند په بشپړه توګه رعایت کړي او په هر ډول شرایطو کې نړیوال بشردوستانه قوانین مراعات کړي؛ هغه قوانین چې له مخې یې ماشومان او ملکي زیربناوې باید هر وخت خوندي وساتل شي.

د اسرائیل او لبنان ترمنځ جګړې، له ۱۵ میاشتو اوربند وروسته، یو ځل بیا زور اخیستی دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې هغه مهال زیاتې شوې چې حزب‌الله ډلې د امریکا او اسرائیل له ایران سره د جګړې له پیل وروسته، د اسرائیل شمال ته توغندي وتوغول.

د راپورونو له مخې، اسرائیل د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د پرله‌پسې هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو په دوام سره د لبنان د جنوب پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي. ویل کېږي چې په وروستیو ورځو کې اسرائیل څو ځله د لبنان په جنوب کې د صور ښار د پراخو سیمو د تخلیې خبرداری ورکړی او هلته یې درانه بریدونه کړي دي.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.