TOOSnews
اعلان
امريكا په پېښور كې خپله كونسلګري تړي، چاري يي اسلام اباد ته لېږدوي.
نړۍټوس نیوز

امريكا په پېښور كې خپله كونسلګري تړي، چاري يي اسلام اباد ته لېږدوي.

۱۶ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په پېښور کې د دوی کونسلګري به په تدریجي ډول وتړل شي او د خیبر پښتونخوا اړوند ډیپلوماټیک مسؤلیتونه به له دې وروسته په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت له لارې پر مخ یووړل شي.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا اقدام د ډیپلوماټیکو کارکوونکو د امنیت د خوندیتوب او د سرچینو د لا اغېزمن مدیریت په هدف ترسره کېږي.

واشنګټن ټینګار کړی چې په پاکستان کې به خپل ډیپلوماټیک حضور د اسلام‌اباد، کراچۍ او لاهور د استازوالیو له لارې دوامداره وساتي او له پېښور سره به د ځایي مسوولینو په کچه تعامل هم روان وي.

که څه هم د امریکا چارواکي دا پرېکړه د اداري او مالي موثریت برخه ګڼي، خو یو شمېر شنونکي باور لري چې په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي وضعیت خرابوالی د دې کونسلګرۍ د تړلو تر ټولو مهم علت دی.

امریکا همدارنګه ویلي چې د پېښور د فزیکي حضور له کمېدو سره سره به د پاکستان په اړه د دوی ستراټیژیک لومړیتوبونه بدل نه شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.