طالبانو د جمعې په ورځ، د چنګاښ ۱۹مه، یو ځل بیا د هرات ښار په ۶۴ متره سړک کې یو شمېر ښځې د هغه څه له امله ونیولې چې دوی یې «د حجاب نه مراعتول» بولي. ځايي سرچینې وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې ځواکونو نیول شوې ښځې یوه نامعلوم ځای ته لېږدولي.
د سرچینو په وینا، لږ تر لږه دوه د امر بالمعروف ادارې د ګزمې موټرونه د ۶۴ متره سړک په سیمه کې موجود وو او یو شمېر ښځې یې ونیولې. سرچینې زیاتوي چې د دې ادارې موټرونه له نیول شویو ښځو ډک وو، خو تر اوسه د نیول شویو کسانو کره شمېر معلوم نه دی.
د هرات ۶۴ متره سړک چې د ښار د ځینو اوسېدونکو له خوا د «جمعه بازار» په نوم هم یادېږي، د دغه ښار له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو څخه دی. د جمعې په ورځو کې په دې ځای کې نوي او دویم لاس کورني وسایل د پلور لپاره ایښودل کېږي.
له سیمې ترلاسه شوي انځورونه دوه د طالبانو موټرونه ښيي چې یو شمېر نیول شوې ښځې له دې سیمې څخه انتقالوي. طالبانو تر اوسه د دغو نیونو او د نیول شویو کسانو د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.
په هرات کې د ښځو د نیولو لړۍ د غبرګولي له نیمايي څخه پیل شوې وه. دې بهیر د ښار د یو شمېر اوسېدونکو غبرګونونه راوپارول او د څو اعتراضونو د ترسره کېدو لامل شو.
د جبرئیل ښارګوټي اوسېدونکو د سېشنبې په ورځ، د غبرګولي ۱۹مه، د ښځو د نیولو پر ضد سړکونو ته راووتل. اعتراض کوونکو د «زده کړه، کار، آزادي» او «ښځه، ژوند، آزادي» په څېر شعارونه ورکول او د ښځو د نیولو د پای ته رسېدو او د محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه یې کوله.
د طالبانو ځواکونو دغه لاریون وځپه. د ځايي سرچینو د راپور له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه دوه تنکي هلکان ووژل شول، له ۲۰ ډېر کسان ټپیان شول او یو شمېر اعتراض کوونکي هم ونیول شول.
درې ورځې وروسته، د جمعې په ورځ، د غبرګولي ۲۲مه، د هرات یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د والي دفتر مخې ته لاریون وکړ. ګډونوالو هم د ښځو د نیولو د پای ته رسېدو او د ښځو لپاره د زده کړې او کار د حق د تأمین غوښتنه وکړه.
سرچینې وايي چې طالبانو د دغه لاریون له پیل مخکې د ښار په بېلابېلو برخو کې سلګونه وسله وال ځواکونه او یو شمېر پوځي وسایط ځای پر ځای کړي وو. د سرچینو په وینا، طالبانو د ډزو له لارې لاریون وپاشه او یو شمېر اعتراض کوونکي یې ونیول.
په هرات کې د ښځو نیول او د اعتراضونو سره چلند په بهر کې هم غبرګونونه راوپارول. د دغو پېښو وروسته د نړۍ په نږدې ۳۰ ښارونو کې لاریونونه ترسره شول او د افغانستان یو شمېر وګړو او د ښځو د حقونو ملاتړو په اروپا، کاناډا، امریکا، اسټرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو کې د ښځو د نیولو د پای ته رسېدو، د معترضانو د ځپلو د بندېدو او له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو د مخنیوي غوښتنه وکړه.
لیکواله:سلیمه آریایي








