TOOSnews
اعلان
د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکي فوټبال لوبغاړي له نږدې څلورو کلونو وروسته بيا ګول وواهه.
ورزشټوس نیوز

د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکي فوټبال لوبغاړي له نږدې څلورو کلونو وروسته بيا ګول وواهه.

۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د جاپان د فوټبال اسطورې، کازویوشي میورا، له نږدې څلورو کلونو وروسته بیا ګل وواهه

د جاپان د فوټبال اسطورې، کازویوشي میورا، چې په «کینګ کازو» پېژندل کېږي، په ۵۹ کلنۍ کې له نږدې څلورو کلونو وروسته یو ځل بیا په یوه رسمي لوبه کې ګل وواهه. هغه د جاپان د امپراتور جام په سیالیو کې د ایواکي فورکاوا پر وړاندې د فوکوشیما یونایټډ د ۷-۰ پرېکنده بریا په جربان کې د خپلې ډلې پنځم ګل په ۵۲مه دقیقه کې وواهه.

میورا د یوه بریدګر حرکت په واسطه د جزا ساحې ته داخل شو او د خپل هم‌ډلي شاته شوی پاس یې په لومړي لمس مستقیم په ګل بدل کړ. دا صحنه د فوکوشیما یونایټډ د لوبغاړو او روزونکي پلاوي له تود هرکلي او خوښۍ سره مل وه او هغه له ګل وهلو درې دقیقې بعد له لوبې ووت او بل لوبغاړی یې ځای ناستی شو.

دا له نومبر ۲۰۲۲ کال راهیسې د میورا لومړنی رسمي ګل ګڼل کېږي؛ هغه مهال چې نوموړي د سوزوکا پي‌جي په کمیس کې (چې اوس د اتلتیکو سوزوکا په نوم فعالیت کوي) د اېف‌سي اوساکا پر وړاندې لوبه کې ګل وهلی و.

د جاپان د ملي ډلې دغه پخواني لوبغاړي له فوکوشیما یونایټډ سره خپل پوره شوی تړون د ۲۰۲۷ کال تر جون میاشتې پورې غځولی او د خپل مسلکي فوټبال ۴۲م فصل ته چمتووالی نیسي. هغه په دسمبر میاشت کې له یوکوهاما اېف‌سي څخه دې ډلې ته راغلی او د ۲۰۲۶ کال په لنډ شوي فصل کې یې تر دې دمه په ۶ لوبو کې برخه اخیستې ده.

د جاپان د مسلکي لیگ د لوبو د وېش‌پاڼې له پسرلي ـ مني څخه مني ـ پسرلي ته په بدلېدو سره، میورا به د خپل ژوند شپږمې لسیزې ته په داسې حال کې داخل شي چې لا هم د یوه مسلکي فوتبالیست په توګه خپل کار ته دوام ورکوي او د نړۍ د فوټبال په تاریخ کې له تر ټولو اوږدو او تلپاتې مسلکي دورو څخه یوه بل فصل ته ننوځي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.