TOOSnews
اعلان
په سمنګان کې ترافیکي پېښه؛ درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
افغانستانټوس نیوز

په سمنګان کې ترافیکي پېښه؛ درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

۲ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په سمنگان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د سمنګان ولایت د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، حشمت‌الله رحماني، ویلي چې دا پېښه(یک‌شنبې سهار، د وَږي لومړۍ) د صیاد ګولایي په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، یوه کرولا موټر چې له سمنګان څخه د بلخ پر لور روان و، له سړک څخه اوښتی دی.

رحماني ویلي چې د پېښې ټپیان د درملنې لپاره د خلم ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوي دي.

د پېښې لامل تېز موټر چلول او د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول بلل شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.