TOOSnews
اعلان
په بریټانیا کې د دوو اورګاډو ټکر: یو کس مړ شوی او شاوخوا ۹۰ کسان نور ټپیان شوي دي.
نړۍټوس نیوز

په بریټانیا کې د دوو اورګاډو ټکر: یو کس مړ شوی او شاوخوا ۹۰ کسان نور ټپیان شوي دي.

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بریټانیا پولیسو اعلان کړی چې د لندن په شمال شاوخوا ۶۰ کیلومترۍ کې په بدفورډ کې د دوو مسافر وړونکو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او شاوخوا ۹۰ نور ټپیان شوي دي.

د بریټانیا پولیسو په اعلامیه کې ویل شوي چې دا پېښه د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹) د ماښام په ۵:۱۵ بجو رامنځته شوې ده.

پولیس وايي چې د ټکر وروسته یو کس په ځای کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۱۱ کسان سخت ټپیان شوي، ۲۲ کسان جدي ټپیان شوي او ۵۶ کسان لږ ټپیان دي.

د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ژغورنې ډلې، چې امبولانسونه، چورلکې او د اور وژنې خدمات پکې شامل وو، د پېښې ځای ته لېږل شوي او د ژغورنې عملیات له درې ساعتونو زیات دوام کړی دی.

یو مسافر رسنیو ته ویلي چې د اورګاډو ټکر «له هېڅ ډول خبرداري پرته» رامنځته شو او د «یو بم د چاودنې» په څېر و.

د بریټانیا لومړي وزیر کی‌یر استارمر په یوه اعلامیه کې د ژغورنې او بېړنیو خدماتو له ځواکونو مننه کړې او ویلي یې دي چې دی د وژل شوي کس له کورنۍ او د پېښې له ټپیانو سره خواخوږي لري.

تر اوسه د دې پېښې دقیق علت نه دی څرګند شوی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.