در اتریش درې ځوان هلکان او یوه نجلۍ د «ښکاریانو» په نوم د یوې ډلې د جوړولو په تور محاکمه کېږي. دوی تورن دي چې د ټولنیزو شبکو له لارې یې د نجونو جعلي حسابونه جوړول، هغه سړي یې تېرایستل چې د ماشومانو د ځورونې شک پرې کېده، او وروسته به یې د لیدنې پر مهال سخت وهل ټکول.
د دې قضیې اورېدنه چهارشنبې، د غبرګولي ۶مه، د سالزبورګ ایالت په سیمهییزه محکمه کې ترسره شوه. د دې دوسیې اصلي تورن یو ۲۴ کلن سړی دی چې په جرمني کې زېږېدلی او د څارنوالۍ په وینا، خپله ۲۵ کلنه ملګرې یې هم دې ډلې ته شامله کړې وه. دوه نور تورن ۲۱ او ۲۲ کلن ځوانان دي.
څارنوالۍ پر دغو څلورو کسانو د «مجرمې ډلې» د جوړولو، لږ تر لږه دوو کسانو ته د قصدي سخت زیان رسولو او همدارنګه د قتل د هڅې تورونه پورې کړي دي. د دې قضیې قربانیان دوه ۴۰ او ۵۰ کلن سړي دي چې د لېند او سالزبورګ ښارونو اوسېدونکي وو او د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې د دې ډلې په دام کې لوېدلي وو.
په محکمه کې د وړاندې شوو جزییاتو له مخې، د دې ډلې غړو په ټولنیزو شبکو کې د تنکیو نجونو په نوم جعلي حسابونه جوړول. په یوه مورد کې، د «بدې لیزا» په نوم پروفایل جوړ شوی و او د حساب خاوندې ځان ۱۴ کلنه نجلۍ معرفي کړې وه.
د څارنوال په وینا، کله چې سړي له دغو پروفایلونو سره اړیکه ټینګه کړه، نو بیا به حضوري لیدنې ته بلل کېدل. تورنو په محکمه کې منلې چې دوی دغه کسان د دې لپاره وهل ټکول چې ګواکې له یوې کم عمره نجلۍ سره یې د اړیکې هڅه کړې وه.
د «اوای ۲۴» شبکې د راپور له مخې، د ډلې درې هلکانو به قربانیان وهل او سپکول، په داسې حال کې چې د ډلې نجلۍ به ویډیوګانې ثبتولې. وروسته دغه ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدې او قربانیان به د «ماشوم ځورونکو» په نوم معرفي کېدل.
د دې ډلې پر وړاندې تر ټولو دروند تور له هغې پېښې سره تړاو لري چې پکې یو قرباني د سخت وهلو له امله د دماغو له زیان سره مخ شوی دی. څارنوالۍ دغه عمل «د قتل هڅه» بللې ده.
خو ټولو څلورو تورنو دا تور رد کړی دی. هغوی په محکمه کې ویلي چې د چا د وژلو نیت یې نه درلود، بلکې یوازې یې غوښتل هغه کسان مجازات کړي چې د دوی په وینا «ماشوم ځورونکي» وو.
د محکمې قضايي پلاوي د څارنوال، تورنو او د دواړو لورو د وکیلانو څرګندونې اورېدلي دي، خو تر اوسه پورې په دې قضیه کې کومه پرېکړه نه ده شوې.
لیکواله:سلیمه آریایي








