TOOSnews
اعلان
سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان مکه کې درې‌اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ.
نړۍټوس نیوز

سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان مکه کې درې‌اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ.

۱۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د جمعې په ورځ، د زمري شپاړسمه، د مکې په ښار کې یو مهم دفاعي تړون لاسلیک کړ. دغه تړون د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له خوا لاسلیک شو.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه تړون د درېیو هېوادونو ترمنځ د تاریخي اړیکو، پخوانیو ژورو اړیکو، ورورولۍ او اسلامي پیوستون، او همدارنګه د هغوی د ګډو ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ جوړ شوی دی.

د دغه راپور له مخې، نوی تړون د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان هغه ژمنتیا څرګندوي چې موخه یې د ګډ امنیت پیاوړتیا او د سولې، ثبات او امنیت د ملاتړ لپاره په سیمه او له هغې هاخوا ګډې همکارۍ دي.

د تړون په متن کې راغلي چې اصلي موخه یې د هر ډول تېري کوونکي اقدام پر وړاندې د ګډ مخنیوي وړتیا پیاوړتیا ده. همدارنګه ویل شوي چې پر هر یوه له درېیو هېوادونو وسله‌وال برید به پر ټولو درېیو هېوادونو د برید په توګه ګڼل کېږي.

دغه تړون د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د دفاعي همکاریو د پراختیا لپاره یو چوکاټ رامنځته کوي او د درېیو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او پوځي همغږۍ د پراخېدو زمینه برابروي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه تړون د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د ګډ مخنیوي وړتیا د زیاتولو په موخه لاسلیک شوی او د درېیو هېوادونو ترمنځ پر ګډ دفاعي اصل ټینګار کوي.

د دغه تړون لاسلیک په داسې حال کې ترسره شوی چې سعودي عربستان، ترکیه او پاکستان له یو لړ امنیتي ننګونو او پراخو سیمه‌ییزو تحولاتو سره مخ دي.

تر اوسه د دغه تړون بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي، خو د ترکیې او پاکستان چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې دغه سند دفاعي همکارۍ او له هغو سره تړلې برخې رانغاړي.

د ترکیې یوه امنیتي چارواکي تر دې د مخه ویلي وو چې دغه تړون به په سعودي عربستان کې د درېیو هېوادونو د مشرانو د درې اړخیزې لیدنې پر مهال وروستی شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.