TOOSnews
اعلان
ټرمپ د اوكراين او روسيې ترمنځ درې ورځنى اوربند اعلان كړ.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ د اوكراين او روسيې ترمنځ درې ورځنى اوربند اعلان كړ.

۱۹ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه کې به د مې له ۹مې تر ۱۱مې پورې درې ورځنی اوربند نافذ شي.

ټرمپ په خپلې «ټروث سوشل» پاڼې لیکلي، چې د یادې مودې پر مهال به ټول پوځي بریدونه او جګړه‌ ییز فعالیتونه ودرول شي. هغه زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه به په همدې وقفه کې د بندیانو چټکه تبادله هم ترسره کړي.

د نوموړي په وینا، دا لنډ مهالی اوربند د تاوتریخوالي د کمېدو او د احتمالي سیاسي تفاهم لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. تر اوسه روسیې او اوکراین په رسمي ډول د دې اعلان په اړه څه نه دي ویلي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.