TOOSnews
اعلان
ټرمپ: د ايران جګړې تر پاى وروسته به د تېلو بیې په څرګند ډول راټېټې شي.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ: د ايران جګړې تر پاى وروسته به د تېلو بیې په څرګند ډول راټېټې شي.

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له اسلامي جمهوریت سره د روانې جګړې په اړه ویلي، کله چې دغه شخړه پای ته ورسېږي، د تېلو نړیوالې بیې به په څرګند ډول راټیټې شي.

ټرمپ زیاته کړه: «موږ هره شپه د هرمز تنګي له لارې میلیونونه بېرله تېل لېږدوو. نن دا موضوع د لومړي ځل لپاره اعلانووم. اوس چې هغوی پرې خبر شوي، نو کولی شم دا خبره وکړم.»

هغه وویل، ځینو شنونکو اټکل کاوه چې د امریکا له بریدونو وروسته به د ونډو بازار تر ۲۵ سلنې پورې راولوېږي، خو د ده په وینا د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی «د دې ارزښت درلود».

د امریکا ولسمشر همداراز څرګنده کړه چې اندېښنه یې لرله ښايي د تېلو بیه د هر بېرل په سر ۲۵۰ ډالرو ته لوړه شي، خو د هغه په وینا اوس مهال د نفتو بیه شاوخوا ۸۵ ډالره ده.

ټرمپ د خپلو څرګندونو پر مهال ټینګار وکړ چې د امریکا اقدامات د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو او د سیمې د امنیت د خوندي کولو لپاره ترسره شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.