د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویلي افریقا حقوقپوهې ناوانتم پیلای ته د نوبل د سولې جایزې د ورکړې په غبرګون کې د نوبل کمېټې پرېکړه «شرموونکې او د ننگ وړ» بللې او ادعا یې کړې چې دې پرېکړې د ناروې پر اعتبار نه پاکېدونکی داغ لګولی دی.
ټرمپ د جمعې په ورځ د نیویارک ایالت د سیرکیوز ښار په یوه انتخاباتي غونډه کې وویل، د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو او همدارنګه د ایران او روسیې او اوکراین د جګړو د هواري لپاره د هغه هڅې ثابتوي چې دی د دې جایزې مستحق دی.
هغه تر دې مخکې هم په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروټ سوشیل» کې ادعا کړې وه چې اته جګړې یې پای ته رسولي او د نوبل د سولې د اتو جایزو مستحق دی. د ټرمپ په وینا، د دوو نورو شخړو د هواري هڅې هم په ډېرې چټکۍ روانې دي.
د امریکا ولسمشر همدارنګه ادعا کړې چې ایران یې د اټومي وسلو له ترلاسه کولو منع کړی، د اسرائیل څخه د یرغمل شویو کسانو په بېرته راګرځولو کې یې رول درلودلی، په ختیځه اروپا کې یې د سیاسي بندیانو د خوشې کولو لپاره خبرې اترې کړې او د ناټو د غړو هېوادونو د دفاعي لګښتونو په زیاتولو کې یې مرسته کړې ده. هغه همدارنګه ویلي چې هڅه کوي وینزویلا پر یوه دیموکراټیک او شتمن هېواد بدل کړي.
ټرمپ د پیلای په اړه ویلي چې هغه نه پېژني او ادعا یې کړې چې د اسرائیل مخالفت د دې لاملونو له ډلې و چې نوموړې یې د پام وړ وګرځوله. هغه همدارنګه ادعا کړې چې د هغو هېوادونو یو شمېر مشرانو، چې ده ورسره مرسته کړې، د ناروې د نوبل کمېټې ته د هغه د نوماندۍ د ملاتړ لپاره لیکونه استولي دي.
ټرمپ د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې د تېر کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ماریا کورینا ماچادو خپله جایزه هغه ته ورکړې او ورته یې ویلي چې دی تر بل هر چا ډېر د دې ویاړ مستحق دی.
د نوبل د سولې جایزه د نړۍ له معتبرو نړیوالو جایزو څخه ده چې د سولې، د شخړو د کمولو او د ملتونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا په برخو کې فعالو اشخاصو او سازمانونو ته ورکول کېږي.
لیکواله:رویا ستانکزی








