TOOSnews
اعلان
ټي ټي پي: برمته شوي پاكستاني پوليس مو د دندو پرېښودو په شرط خوشې كړل.
نړۍټوس نیوز

ټي ټي پي: برمته شوي پاكستاني پوليس مو د دندو پرېښودو په شرط خوشې كړل.

۱۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د خېبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ اړوند، تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ادعا کړې چې هغه پاکستاني پولیس یې خوشې کړي چې تر دې وړاندې یې برمته کړي وو.

دې ډلې د یوې خپرې شوې ویډیو له لارې ویلي، یاد پولیس یې په دې شرط ازاد کړي چې خپلې دندې پرېږدي. د ټي‌ټي‌پي په وینا، خوشې شویو پولیسو ته یې ان د خپلو کورونو تر رسېدو پورې نغدې پیسې او د سفر کرایه هم ورکړې ده.

د دغې ادعا په اړه د پاکستان حکومت یا امنیتي ادارو تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د ویډیو خپلواکه کره کتنه هم نه ده شوې.

په همدې حال کې، په وروستیو اوونیو کې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د وسله‌والو بریدونو او ناامنۍ پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې شوي دي.

اسلام‌اباد پر افغان طالبانو تور پورې کوي چې ټي‌ټي‌پي ته پناه او ملاتړ ورکوي او دغه ډله د پاکستان پر ضد کاروي، خو د افغانستان واکمن طالبان دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې د پاکستان ناامني د هغه هېواد کورنۍ مسئله ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.