د ترکمنستان حکومت د ټاپي ګازو نللیکې د پرمختګ بهیر ارزولی او د سرحداباد–هرات د پاتې برخې د جوړولو د چارو پر چټکتیا یې ټینګار کړی دی.
د ترکمنستان د نفت او ګاز سکتور په ځانګړې غونډه کې، چې د «ترکمن نفت»، «ترکمنګاز»، «ترکمن جیولوجي» او «ټاپي پایپلاین شرکت» چارواکو ګډون کړی و، د ۲۰۲۶ کال د لومړیو اوو میاشتو د فعالیتونو راپورونه وړاندې شول.
د «ترکمن نفت» دولتي شرکت د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د ټاپي پروژې د سرحداباد–هرات د اصلي برخې د جوړولو د چټکتیا او د نړیوالو معیارونو له مخې د هغې د بشپړېدو پر اړتیا ټینګار وشو.
غونډه کې د نفت او ګاز سکتور د لا پراختیا، د نویو هایدروکاربني زېرمو د موندلو، د اکتشافي برمو د پراخولو، د نفتو او طبیعي ګازو د تولید د زیاتوالي او د استخراجېدونکو سرچینو د کیفیت د ښه کولو په اړه هم بحثونه وشول.
ټاپي د شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالي د طبیعي ګازو نللیکه ده، چې ټاکل شوې هر کال تر ۳۳ میلیارده مکعب مترو پورې طبیعي ګاز د ترکمنستان د «ګلکینیش» له ګازي میدان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي.
لیکوال:سعید سمیر








