TOOSnews
اعلان
د تخنیکي ستونزې له امله افغانستان ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې.
افغانستانټوس نیوز

د تخنیکي ستونزې له امله افغانستان ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې.

۹ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

برېښنا شرکت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ترکمنستان د برېښنا په شبکه کې د یوې تخنیکي ستونزې له رامنځته کېدو وروسته، له دغه هېواد څخه افغانستان ته واردېدونکې برېښنا پرې شوې ده.

د دغه شرکت په وینا، د دې پېښې له امله د بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات او سمنګان ولایتونو ځینې برخې له برېښنا بې برخې شوي دي.

برېښنا شرکت ویلي، چې د ستونزې د حل او افغانستان ته د برېښنا د لېږد د بېرته پیلولو لپاره د ترکمنستان د برېښنا شرکت، «ترکمن انرګو»، سره په اړیکه کې دی. دغه شرکت زیاته کړې چې په ترکمنستان کې د برېښنا شبکې د ترمیم بهیر هم له نږدې څاري، څو افغانستان ته د برېښنا لېږد په لومړي فرصت کې بېرته پیل شي.

په ورته وخت کې، برېښنا شرکت په ترکمنستان کې د ستونزې د هواري تر څنګ، د برېښنا د کمښت د یوې برخې د جبران لپاره له ازبکستاني چارواکو سره هم خبرې پیل کړي دي. برېښنا شرکت اعلان کړی چې هڅه کوي له ازبکستان څخه د واردېدونکې برېښنا په کارولو سره د بلخ، شبرغان، میمنې، سرپل او سمنګان ښارونو د برېښنا اړتیا په لنډمهاله توګه پوره کړي.

د برېښنا شرکت په وینا، ازبکستاني چارواکو په دې برخه کې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی دی. خو تر اوسه د اړتیا وړ برېښنا د اندازې، له ازبکستان څخه د برېښنا د لېږد د پیل وخت او د دې همکارۍ د دوام مودې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

تر اوسه په ترکمنستان کې د برېښنا شبکې د تخنیکي ستونزې د هواري لپاره مشخص وخت نه دی اعلان شوی. همداراز څرګنده نه ده چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته به د برېښنا لېږد څه وخت بېرته پیل شي.

برېښنا شرکت ویلي چې د ستونزې د حل او زیانمنو سیمو ته د لنډمهالې برېښنا د برابرولو لپاره هڅې روانې دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.