TOOSnews
اعلان
د كابل ښار په شهرنو سيمه كې دوه وروڼه د چرو په واسطه وژل شوي.
افغانستانټوس نیوز

د كابل ښار په شهرنو سيمه كې دوه وروڼه د چرو په واسطه وژل شوي.

۱۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کابل ښار د شهرنو په یوه رستورانت کې دوه وروڼه د چړې په برید وژل شوي دي.

د باوري سرچینو په وینا، دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ د زمري په ۱۵مه رامنځته شوې ده. وژل شوي وروڼه فرشید او جمشید حق‌بین نومېدل، ۲۰ او ۲۲ کاله عمرونه یې لرل او د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د غیبتان کلي اوسېدونکي وو.

سرچینې وایي، د پېښې له مخکینۍ شپې د دواړو وروڼو او د رستورانت د یوه کارګر ترمنځ د کاري موضوعاتو، په ځانګړي ډول پخلنځي ته د کارکوونکو د ننوتلو پر سر لفظي شخړه شوې وه، خو هماغه شپه پای ته رسېدلې وه.

د معلوماتو له مخې، سبا سهار یاد کارګر د پخلنځي له چړې سره د دواړو وروڼو د خوب ځای ته ورغی، لومړی یې پر یوه ورور برید وکړ او دویم ورور چې د تېښتې هڅه یې کوله، هغه هم په چړې وواهه. دواړه د سختو ټپونو له امله مړه شول.

سرچینې زیاتوي، د برید په تور نیول شوی کس د طالبانو د امنیتي ځواکونو تر څېړنو لاندې دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.