د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ کې د دوه سراچه ډولو موټرو د ټکر له امله ۳ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني ویلي، چې ټپیان د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د هغوی درملنه روانه ده.
د رحماني په وینا، د دې پېښې په اړه څېړنې لا هم روانې دي او لومړنۍ موندنې ښيي چې د موټر چلوونکو بېاحتیاطي د دې پېښې لامل شوې ده.
د سمنګان د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند له موټر چلوونکو غوښتي چې د ټرافیکي قوانینو او مقرراتو په مراعتولو سره د ورته پېښو د رامنځته کېدو مخه ونیسي.
لیکواله:سلیمه آریایي








