د بریټانیا د پوځ قوماندان خبرداری ورکړی چې دغه هېواد اوس د سړې جګړې له پای ته رسېدو راهیسې له تر ټولو لوړو امنیتي ګواښونو او خطرونو سره مخ دی. هغه ټینګار کړی چې اوسني شرایط ایجابوي چې بریټانیا د اوږدمهالو او تر پخوا لا پېچلو جګړو لپاره چمتووالی ولري.
ریچارډ نایتون، د بریټانیا د پوځ قوماندان، له یوې راډیويي خپرونې سره په مرکه کې ویلي چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د روسیې د ستراتیژیکو الوتکو له خوا د بریټانیا هوايي حریم ته د نږدې کېدو پېښې د ۲۰۲۵ کال د ټول کال له شمېر سره برابرې وې. هغه خبرداری ورکړ چې د کړکېچونو د زیاتېدو او د روسیې له لوري له ځینو سرو کرښو د اوښتو احتمال شته.
د نوموړي په وینا، د بریټانیا د دفاع ستراتیژیکه ارزونه چې تېر کال خپره شوې وه، د پراخو او اوږدمهالو جګړو لپاره پر چمتووالي ټینګار کوي. هغه زیاته کړه چې د دې هېواد وسلهوال ځواکونه په تېرو لسیزو کې تر ډېره د محدودو او لنډمهالو شخړو لپاره چمتو کېدل، خو اوسني بدلونونه یو بل ډول چلند او تګلارې ته اړتیا لري.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د بریټانیا حکومت د دفاعي پانګونې د نوي سند د خپرولو په درشل کې دی. دغه سند به د راتلونکو لسو کلونو لپاره د پوځي تجهیزاتو او دفاعي زېربناوو د لګښتونو د تمویل چوکاټ مشخص کړي.
د بریټانیا د پوځ قوماندان د عصري جګړو د ماهیت بدلون ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې بېپیلوټه الوتکې، خودکار سیستمونه او نوې ټکنالوژۍ به د راتلونکو جګړو په ډګرونو کې لا مهم رول ولوبوي. د هغه په باور، پوځونه باید ځانونه له دغو بدلونونو سره برابر کړي.
هغه همدارنګه روسیه تورنه کړه چې د پوځي فعالیتونو ترڅنګ د سایبري بریدونو، تخریبي کړنو او نورو غیرمتعارفو لارو چارو څخه د بریټانیا د دفاعي وړتیاوو د ازمویلو لپاره کار اخلي. د هغه په وینا، مسکو د لوېدیځو هېوادونو پر وړاندې د فشار او ګواښ کچه لوړه کړې ده.
په همدې حال کې، د بریټانیا یو شمېر پخوانیو او اوسنیو چارواکو د دفاعي بودجې د زیاتولو غوښتنه کړې ده. هغوی باور لري چې په اروپا او نړۍ کې د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو له امله د پوځي ځواک پیاوړتیا او په دفاعي برخه کې ډېره پانګونه ضروري ده.
بریټانیا، سره له دې چې په وروستیو کلونو کې یې د خپلو پوځي ځواکونو شمېر کم شوی، لا هم د اروپا له مهمو پوځي قدرتونو څخه ګڼل کېږي. خو د دغه هېواد حکومت ویلي چې د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو په ځواب کې د پوځ د پیاوړتیا، د پوځي تجهیزاتو د تولید د زیاتوالي او د دفاعي صنعتونو د پراختیا لپاره پلانونه تر کار لاندې لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








